ایکنا د Euractiv له قوله راپور راکړ،په داسې حال کې چې د سویډ نماینده تیره اونۍ په نیویارک کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې له استازو سره په ناستې کې ترینګلي اړیکې نسبتا تر یوه حده ښې کړي دي،بیلسټروم په دې اند دی چې تر اوسه پورې لا زیات کارونه پاتې دي چې باید ترسره شي.
د سویډ خارجه وزیر د سویډ د ایس وي ټي ۲ چینل په Aktuellt SVT پروګرام کې د پنجشنبې په شپه خپور شو، وورئيل، داعتماد بیا رغول به ډير وخت واخلي . زما لومړیتوب دخپل ماموریّت په پاتې وخت کې له اسلامی هیوادونو سره کار کول دي.
سویډ په اوړی کې په کرتو د ځینو افراط پالو او پيّلو کسانو له خوا د الهي اوآسماني کتاب قرآن کریم د سپکاویو شاهد دی چې د بیان دآزادۍ د قوانینو په اساس ئې په مجاز کیدا سره په اسلامی نړۍ کې ددغه هیواد حیثیّت تر ډيره حده داغي کړی دی.
د سویډ اوډنمارک پشمول په اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم او د مسلمانانو د مقدساتو په کرتو سپکاوي شوي دي چې دې چارې داسلامی امت سخته غوسه اوکرکه راپارولې ده او په درستو اسلامی هیوادونو کې د دغوسپکو اقداماتو په ضد اعتراضونه او مظاهرې شوي دی او داسلامی ملګرتیا موسیسې په دې اړه بیړنۍ ناستې هم جوړې کړي دي. دغه راز په لسګونو هیوادونو د سویډ او ډنمارک سفیران هم احضار کړي د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر وئیلي دي تر څو چې د سویډ حکومت په دې اړه بخښنه نه وي غوښتي او سپیناوی ئې نه وي ورکړی ایران به د سویډ نوی سفیرونه مني.