ایکنا د خبرنا له قوله راپور راکړ،دعربستان دتجارتي چارو وزارت،پر جواهراتو او طلا باندې د قرآن کریم د آیتونو دنقش کولو پرممنوعیّت مشتمل یو فرمان صادر کړی دی.
د عربستان تجارتی چارو وزارت په دې اعلامیې کې چې په دې زمینې کې خپره شوې ده،روښانه کړې ده ، دغه فیصله د هیواد مفتي اعظم لیک ته په پام سره شوې ده،ځکه چې پر جواهراتو باندې د قرآني ایتونو څخه استفاده د قرآن دآیتونو د شان د کمیدا او د قرآن کریم د لوړ ځائيګي څخه د نورو مقصدونو کې ورڅخه به د استفادې سبب وګرځي .
له دې مخکې هم د عربستان د چارواکو له خوا د شرکتونو دنامو او دغه راز په مختلفو دکانونو ،تابلوګانو او پلورنځایونو او نورو موردونو کې د قرآڼ له آیتونو څخه دممنوعیت ځيني حکمونه صادر شوي وو.
د محمد بن سلمان واک ته په رسیدا سره ،ځينی د مذهبی مرکزونو دقدرت د کمیدا په تیره بیا د عربستان د مفتیانو او عالمانو د قدرت د کمیدا خبرې کړي دي. په عین حال کې داسې ښکاری دغه فیصله دعربستان دتجارتي چارو وزارت دغه فیصله چې پکې په ډاګه په دغې فیصلې کې د مفتی درول خبره شوې ده ، په مختلفو فیصلو کې د ددغه هیواد د دیني اودودیزو اورګانونو دن نفوذ ښودنه کوي.