ایکنانیوز د سپوټنیک له قوله راپورراکړ،د سویډ دمهاجرت ادارې اعلان کړی چې دعراقي پناه غواړي سلوان مومیکا د اقامت مجوز چې څوځله ئې د قرآن کریم د نسخې سپکاوی کړی ؤ،تمدید شوی نه دی او په سوید کې د هغه داقامت د نیټې له ختمیدا وروسته به تمدید نشي. او له دغه هیواده به وویستل شي.
د سویډ ټيلیویژني چینل TV۴ په دې باب راپور ورکړی دی چې مومیکا له پنځه کلنې ویستلو ورسته بیرته سویډ ته له ستنیدا منع شوی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د Sveriges radio، ریډیو د راپور په اساس دغه عراقي پناه غواړی نیت لري په دغې فیصلې اعتراض وکړي.
د سویډ ایس وی ټي ټيلیویژڼی چینل هم په دې باب وییلي دي چې دغه عراقی د ۲۰۲۱کال په اپریل کې په سویډ کې د مهاجر په توګه منل شوی دی او د درو کلونو لپاره ئې داقام مجوز ترلاسه کړی دی.
دغه خبري چینل له دې مخکې راپور ورکړی ؤ چې مومیکا د مهاجرت ادارې ته وربلل شوی او په اګست کې د هغه په شتون سره څو ساعته پلټنې شوي دي.
د وئيلو ده چې عراقي پناه غواړي سلوان مومیکا په وروستیو څو میاشتو کې څو ځله د قرآن کریم سپکاوی کړی چې دنړۍ د مسلمانانو له خوا له سخت غبرګونونو سره مخامخ شوی ؤ.
دعراق حکومت دسویډ له چارواکو غوښتي وو چې دغه کس دې وباسي او عراق ته وسپاري څو په دغه هیواد کې محاکمه شي.