IQNA

اسلامی ملګرتیا موسیسې په ډنمارک کې د قرآن دسپکاوي د جرم بللو هرکلی وکړ

7:22 - December 10, 2023
د خبر لمبر: 3488397
ایکنانیوز-  د اسلامی ملګرتیا موسیسې د ډنمارک په پارلیمان کې د قرآن کریم او مقدسو کتابونو د سوځولو او د بې حرمتۍ  اقدادام د جرم بللو د قانو دمسودې د تصویبیدا قدرونه وړه ا ودا ئې یو مهم ګام وباله.

ایکنانیوز د میډل ایسټ نیوز له قوله راپور راکړ، د  اسلامی ملګرتیاموسیسې عمومی منشی حسین ابراهیم طه  په یوې اعلامیې کې د ډنمارک د پارلیمان ددغه اقدام قدرونه او هرکلی وکړ او دغه اقدام ئې یو مهم ګام وباله.

هغه په دغې اعلامیې کې ووئيل،  دډنمارک دپارلیمان دغې فیصلې  په ځینو آروپائي هیوادونو :ې د بیان د آزادۍ په پلمه  د  محصف شریف د نسخو د بې احترامۍ او سوځولو دوامداره لړۍ  واخسته  او حقیقت ئې روښانه کړ.

د اسلامی ملګرتیام موسیسې عمومی منشي  زیاته کړې ده ، د ډنمارک د پارلیمان  تصویب شوی قانون،د دینونو د پيروکارو ،ملتونو اوټولنو ترمینځ د سازګارۍ ، دوسۍ ،همدرددئ  او په ګډ سوله ایز ژوند  کې  د مؤثرو دنیی نفرتونو له خورولو ، دمقدسو متنونو او قرآن کریم  له سپکاویو سره د  مقابلې لپاره د ترسره شوو هلوځلو په دوام کې یو مثبت ګام دی.

د ډنمارک پارلیمان  دتیرې پنجشنبې په ورځ د قرآڼ کریم او مقدسو کتابونو د سپکاویو او سوځولو د جرم  بللو د قانون مسوده، د ۱۷۹ رایو څخه   په ۹۴مثبتو رایو سره د ۷۷ منفی رایو دمخالفت په مقابل کې  تصویب کړه.

 ددغه نوی قانون په اساس،   چې د ډنمارک  دپارلیمان زیاتره نمایندګانوملاتړ ورسره دی ،په دغه هیواد کې\ د قرآڼ کریم او دبل مقدس کتاب بې احترامي او سوځول  او  نورو دینی ارزښتونو د سپکاویو په موخې سره ناخوښ او ځيږ  چلند کول  ممنوع کیږی.

 دهغه څه په اساس چې د ډنمارک په پارلیمان کې تصویب شول، ددغه قانون خلاف ورزی کونکی به نغدې جرمانې او تر دوو کلونو زندان سزا باندې محکوم کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4186860

captcha