IQNA

په افغانستان کې قومي او مذهبی تعصبات هیڅ ځاي نه لري

14:32 - January 04, 2024
د خبر لمبر: 3488523
ایکنانیوز- د افغانستان  د طالبانو  د حکومت ریس الوزرا مرستیال  د  افغانستان د شیعه عالمانو د شورا له غړو سره په کتنې کې  ووئيل، په دغه هیواد کې مذهبی، ژبني او قومي تعصبات هیڅ ځاي نه لري  او په خلاف ئې اقدامات کیږي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا لوړپوړې شورا یوشمیر غړو د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا له مرستیال  مولوی عبدالکبیر سره کتنه او خبرې وکړې.

د افغانستان ملی ټيلیویژني چینل هم راپور ورکړی ،  د شعه عالمانو  دشورا پلاوی  په  دغې کتنې کې وئيلي  دي، په دغه هیواد کې د مذهب او قوم په عنوان سره  دسیسې شنډې شوي دي .

ددغه راپور په اساس د افغانستان د طالب حکومت دغه لوړپوړي   چارواکي  هم په د غې کتنې کې وئيلي دي ،په افغانستان کې  قومي ژبني او مذهبی   تعصبات ځاي  نه لري او هیچا ته  به  اجازت ورنکړل شي، څو دغه شان مسئلو ته لمن ووهي . 

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا له خوا  محمد اکبری او سید محمد عالمی بلخي  د پلاوي په نمایندګۍ سره خبرې وکړې او د طالبانو د حکومت  له مشرانو او چارواکو سره د شیعه عالمانو د شورا د غړو  دوامدرو لیدو کتو په نتیجې کې د  د پام وړ مسئلو  د حل په باب بحث شوی او د مشکلاتو  لپاره ئې  حل لارې پيدا کړي دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/10/13/3017029

captcha