ایکنا نیوز اخبار الیوم له قوله راپور راکړ، د مصر د الازهر داسلامی څيړنو مرز د قرآني علومو په حوزې کې دنووقرآني آثارو د خپریدا خبر ورکړی چې د قاهرې د کتاب د نړیوال نندارتون په پنځه پنځوسم پړاؤ کې وړاندې شي.
د الازهر د اسلامی څيړنوو دمرکز دمشر ډاکټر نظیر عباد په وینا، ددغو آثارو ترټولو مهم په لسو ټوکو کې د قرآن کریم مینځنی تفسیر شامل دی.
دغه تفسیر د یوه هغه غوره علمی اورګان دجوړیدا لپاره چې موخه ئې د قرآن کریم مینځنی تفسیر دی ، د اسلامی تحقیقاتو د اکاډمۍ د څلورم کنفرانس د سپارښتنې په اساس منظم شوی دی . ددغه تفسیر د وړاندې کولو موخه د عنوان له ګډوډیدا پرته د آیتونو مقصد اومعننا مختصر توضیح عنوان شوې ده .
د عیاد په وینا، په دغه تفسیر کې د نورو ډيرو تفسیرونو په اپوټه د قرآن اصلی هدف یعنی پر هدایت توجه شوې ده . له بل پلوه هڅه شوې ده څو د آیتونو په تفسیر کې کمزورو حدیثونو ته له پام پرته او علمی کړچار ډير پام وشي .
له بلې خوا په تیرو کلونو کې د الازهر د علماؤ نور قرآني آثار هم نوي چاپ شوي دي.
د ډيری نیوکه کونکو په قرآنی تفسیر اوعلومو کې پر مینځني کړچار ټينګار، د دینی اورګانونو به محدودولو کې د مصر د حکومت له نوو سیاستونو سره د غږملتیا لپاره یوه هڅه بلل شوې ده . بل پلوه له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو د کلتوري او اجتماعي عادي کولو لپاره هڅه هم ددغه کړچار د موخو یوه برخه بلل شوې ده.