IQNA

د ملګرو ملتو سرمنشي د غزې د خلکو په ملاتړ کې روژه ساتي

14:14 - March 26, 2024
د خبر لمبر: 3488943
ایکنا- د ملګروملتو سرمنشي اعلان وکړ،چې د غزې له خلکو سره د پیوستون د اعلان په لړ کې به روژه وساتي.

 ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو  سرمنشي آنتونیو ګوتریش په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د غزې له خلکو سره دپیوستون لپاره به د مصر په سفر کې  روژه وساتي.

ګوتریش په ایکس پاڼې کې پخپل یوه پیغام کې لیکلي  د ي،  د روژې په میاشتې کې د غزې له خلکو سره د پيوستون د اعلان لپاره پخپل سفر کې  د روژې ساتل د هغو مسلمانانو  اعتقاداتو ته د احترام په دلیل  دي، چې اوس  دهغوي هیواد ته روان یم.

هغه زیاته کړې ده ، البته زما زړه مات شوی دی ځکه په غزې کې ډیری فلسطینیان د مناسبو خوړو د خوړلو جوګه نه دي.

د ملګروملتو سرمنشي د مصر له پلوه رفح سترې لارې ته دخپل شنبې ورځې په سفر کې ووئيل، په داسې څال کې  چې  په رفح کې د ټریلرو او  ټرکونو  اوږده  صفونه منتظر دي، په داسې حال کې چې  د پولې بلې  غاړې ته خلک په قخظۍ کې ښکیل دي.

هغه ټينګار  وکړ، په لیوالتیا سره  غزې ت ه د مرستو د واریدیدا د آسانولو لپاره له  مصر سره د ملګرتیا د دوام په تمه دی.

ګوتریش د اکتوبر په اومه نیټه دغزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنګ د پیلیدا له وخت څخه غزې ته په خپل دوهم سفر کې د غزې تړانګې په شاوخوا کې دمصر العریش ښار ته وارد شو او  ددغه ښار په روغتونو کې  له ټپي فلسطینیانو سره  لیده کاته وکړل.

د ملګروملتو سرمنشي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې  دغزې ټولو سیمو کې ته د انسان دوستۍ د مرستو دلیږد لپاره د بشپړ او لامحدود لاس رسي  د اجازت په ضرورت ټینګار وکړ.

 هغه همداراز ددې خبرې په کولو سره چې مځکنۍ لاره د درندو شیانو اوتجهیزاتو په وړو راوړو کې ترټولو اغیزشیندونکي او کارنده لاره ده ،ټينګار وکړ،  د مرستو رسیدا په انساني دلیلونو سره په فوري توګه  اور بند ته  اړتیا لري.

ګوتریش د غزې د جنګ د نړیوالو پایلو په باب خبرداری ورکړ او وې وئيل،په غزې تړانګې کې یوه انساني غمیزه په رامینځةکیدا  ده ااو  د فلسطینیانو پر عزت هره ورځ تیري  د نړیوالې ټولنې اعتبار او اعتماد تر پوښتنې لاندې راولي.

د ملګرولمتو سرمنشي  مصر او اردن ته سفرونه کوي او همداراز د آنروا  ادارې سره  د اړونده مرکزونو کتنه هم کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4207028

captcha