ایکنانیوز د القدس العربی خبری چینل له قوله راپور راکړ، د کاتولیک کلیسا رهبر پاپ فرانسیسد پاک عید په مناسبت پخپلې دودیزې وینا کې یو ځل بیا په غزې کې د فوري اوربند او دبندیانو د مبادلې غوښته وکړه.
په پا په دغې وینا کې ووئيل، زه یو ځل بیا غوښته کوم چې په غزې کې د انسان دوستۍ مرستو ته لاس رسی آزاد شي او د هغو ټولو کسانو دخوشي کیدا غوښتونکی یم چې د اکتوبر په اومه نیټه نیول شوي دي دي او په غزې دې سملاسي اوربند او د خبرواترو له لارې د جنګ دایمی حل لاره ولټول شي.
د نړۍ د کاتولیکانو رهبر زیاته کړه ، دماشومانو په سترګو کې څومره غمونه وینوو، هغه ماشومان چې په جنګي سیمو کې ئې ئې مُسکا هیره کړې ده . دغه ماشومان پخپلو سترګو سره له مونږه پوښتنه کوي، ولې؟،ولې دا ټول مرګ او وژلې؟ دا ټوله بربادي او نابودي د څه لپاره ؟
پاپ فرانسیس په اوکراین کې د جنګ په باب هم د نړیوالو حقوقو اصولو ته داحترام غوښتنه وکړه او هیله ئې وښودله چې د روسیې او اوکراین ترمینځ ټول بندیان په عمومي توګه مبادله شي.