IQNA

د اسرائیلو نیواکګر رژیم په سیمه کښې د سرطان دانه ده(مقاله)

15:11 - April 02, 2024
د خبر لمبر: 3488986
ایکنا-  د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران بیګا په یوې بیانیې کښې په دمشق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت باندې د اسرائیلو په توغندوي حملې کښې د سیمې د امنیت د دفاع کونکو اوه ایراني پوځي سلاکارانو د شهادت خبر ورکړ.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په دغه بیانیې کښې د دغه ترهګر جنایت په ککله غندلو او د سترو شهیدانو د شهادت په هکله د مبارکۍ او د تسلیت په ویلو سره د اسلامي انقلاب ستر لارښود او د ټولو  قواو مشر حضرت امام خامنه ته جوته کړه په دمشق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کنسولي برخې باندې د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې د حرم د مدافعانو ستر سرداران سر تیپ پاسدار محمد رضا زاهدي ، سرتیب پاسدار محمد هادي حاجي رحیمي چې په سوریې کښې د ایران لوړرتبه پوځي سلاکاران او د سپیڅلي دفاع سرلوړي جانبازان او مخکښان او قومندان وو دغه راز له پینځو نورو افسرانو سره یوځاې شهیدان شول.

د ایران د بهرنیو چارو د  وزارت ویاند ناصر کنعانی بیګا په دمشق کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د صهیونیسټ رژیم ترهګرې حملې ته په  غبرګون کښې وویل تهران د تیریګر د تنبیه کولو او د غبرګون د ډول ډول والي په هکله فیصله غوره کوي.

د اسرائیلو نیواکګر رژیم په سیمه کښې د سرطان دانه ده

له دغه ترهګرې حملې وروسته د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد هم په دمشق کښې د ایران سفارت ته په ورتلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ټیلي فوني خبرې وکړې.

د سوریې د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په دمشق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کنسولي برخې باندې د اسرائیلو حمله د نړیوالو مقرراتو په تیره بیا د نولس سوه یوشپیتم میلادي کال د ډيپلوماټیکو اړیکو د کنونشن ستره خلاف ورزۍ وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه ټیلي فوني تماس کښې د دغه برید په غندلو سره وویل د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د ماتي خوړلو په دلیل خپل رواني تعادل له لاسه ورکړی دی.

ټاکل شوي ده چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن په سوریې کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د صهیونیسټ رژیم په هوايي برید باندې د غور لپاره ځانګړي غونډه جوړه کړي.

له دې مخکې په ملګروملتونو کښې د ایران استازي د امنیت شورا د سمدستي غونډې د ترسره کولو د غوښتنې په ترڅ کښې ویلي وو: ایران دا ډول ترهګرو اقداماتو ته د پریکنده ځواب ورکولو لپاره د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو پراساس خپل ذاتي او جایز حق خوندي ګڼي.\

تراوسه د سوریې، د روسیې ، د سعودي عربستان ، د قطر ، د متحده عربي اماراتو، د یمن ، د کویت ، او د پاکستان په شمول څو هیوادونو د ایران په سفارت د اسرائیلو برید غندلی دی.

نن سهار دغه راز په تهران کښې د سویزرلینډ هیواد د سفارت شارډز افیر په ایران کښې د امریکا د  ګټو د ساتونکي په توګه د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د وینا پراساس په دغه احضاریدا کښې د اسرائیلو رژیم د جنایت او د ترهګرې حملې اړخونه بیان شول او د امریکا د حکومت په مسوولیت باندې ټینګار وشو.

حسین امیر عبداللهیان په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په دغه احضارولو کښې د صهیونیسټ رژیم د ملاتړي په توګه د امریکا حکومت ته مهم پیغام واستول شو ډاګینه کړه امریکا باید ځواب ورکړي.

صهیونیسټ رژيم په تیرو کلونو کښې د امریکا په ملاتړونو سره په ځلونو د سوریې په بیلابیلو سیمو باندې حملې کړي دي.

دغه حملې په تیرو میاشتو کښې په تیره بیا د تیرې کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې وروسته او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د نوي پړاو په پیلیدا سره زیاتې شوي دي

د ایران ځینې پوځي ځواکونه د سپاه قدس ځواک په چوکاټ کښې د لویدیځې اسیا سیمې د امنیت له ساتلو سره د مرستې کولو او د پوځي سلاکارۍ د خدماتو په وړاندې کولو او له ترهګرۍ په تیره بیا له داعش ترهګرۍ ډلګې سره د مبارزې لپاره د سوریې له پوځي ځواکونو سره د مرستې لپاره د سوریې د حکومت په رسمي غوښتنه او بلنه په دغه هیواد کښې شتون لري.

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په لویدیځې اسیا سیمې کښې د استعمار لاس پوڅی دی او د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه کلونه کلونه مخکې اسرائیل په سیمه کښې د سرطان یوه دانه بللي وه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i148384 

captcha