ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان لومړي وزیر په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر سره په کتنې کې په تیر کال کې په سرحدي سیمې کې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر سره خپلې وروستۍ کتنې او ددواړو هیوادونو د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا اهمیّت ته په اشارې سره ټينګار وکړ، اسلام اباد له تهران سره دخپلو اړیکو لپاره ډير زیات اهمیّت ته قایل دی .
په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر رضا امیري م قدم پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې په دغه هیواد کې وروستیو پارلیماني اتنخاباتو په ترتولو ښه ډول دترسره کیدا او دهغه د حکومت د جوړولو په باب ورته مبارکي ووئیله .
دواړو لورو د شهباز شریف د رسمي بلنې په اساس پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي د راتلونکي سفر په باب دنظر تبادله وکړه او ددغه سفر د بریالیتو بلباره ددواړو هیوادونو پر ځانګړي اهتمام ټينګار وکړ.
د پا کستان لومړي وزیر شهباز شریف همداراز په ایران کې د پارلیمان او خبرګانو شورا وروستیو انتخاباتو په بریالیتوب سره دترسره کیدا په اړه مبارکي هم ووئیله.
د پاکستان لومړی وزیر او دایران سفیر په دوام کې ددواړو ګاونډيو هیوادونو د ورورولۍ داړیکو پر غوره اهمیّت او د سرحدي تجارت په پراختیا په ځانګړي تمرکز سره د مناسبو اقتصادي او تجارتي مناسباتو د لوړتیا په ضرورت ټينګار وکړ.په دغې کتنې کې همداراز په نړیوالو ټولنو په تیره بیا د فلسطین او غزې تړانګې د وروستیو حالاتو په باب د ایران او پاکستان ددوو مسلمانو او وروڼو هیوادونو د همغږئ او یوه خوله کیدا په ستاینې سره ، د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د دوام د مخنیوي او دفوري اوربند په ضرورت ټينګار وکړ.
د پاکستان لومړي وزیر همدرااز د کشمیر له مسلمانانو څخه په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت ددریځونو په قدرونې سره ، د تجارت، دانرژۍ د ملګرتیاؤ ، د سړک اوریل پټلیو دارتباط ، کلتوري مبادلاتو ، او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او دامنیتی ملګرتیاؤ دپیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادنو د ملګرتیاؤ په ضرورت ټينګار و کړ.