ایکناخبري آژانس راپور راکړ، د ؛شهید سلیماني د ملت د اقتدار او وحدت نومې نړیوال سمینار چې پرون دشهید جنرال قاسم سلیماني او ابومهمدي المهندس د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دټولنې په هال کې ترسره شو،یو شمیر داخلی او نړیوالو شخصیټونو او متفکرانو پکې ګډون او ویناوې وکړې.
په دغه وبینار کې د مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري پخپلې وینا کې ووئيل، شهید جنرال قاسم سلیماني دامام خمیني د مدرسې یو ترټولو غوره فارغ التحصیل ؤ او ایمان ئې درلود چې خداوندمتعال وعده پوره کیږی، خداي تعالی هرچا سره چې وغواړي ، مرسته کوي او پرهیزګاران ژغورل کیږي.
هغه ووئيل شهید سلیماني په دوامدارز ډول د خداوندمتعال رضا په نظر کې درلوده،کلک مقاومت ،ثابت قدمه ؤ او د هغه شجاعت یو مثالی شجاعت ؤ چې له امام خمینی ئې الهام اخستی ؤ.
د مذهبونود نزدیکت دټولنې عمومی منشي روښانه کړه ،نړۍتل په بحرانونو او سختیانو کې د هغه د کلکو دریځونو شاهده وه، په ۳۳ورځني جنګ کې د ډګر په مینځ کې ؤ او د صهیونیسټي رژيم کلابندي ئې ماته کړه اوټول ئې غافلګیر کړل او دا د هغه د کلک ایمان او دغه راز له مقام او شهرت سره د مینې د نه درلودلو نتیجه وه.
په دغه وبینار کې همداراز د افغانستان د اسلامی غورځنګ مشر مولوی محمد مختار مفلح هم ووئيل، شهادت د اسلام ددین د لویو سردارانو یو آرمان او هیله ده او په همدې خاطر د اسلام سرداران تل بریالي او پخپلې عقیدې کې تل پاتې دي .شک نه لرم چې شهید حاج قاسم سلیماني د اسلامی انقلاب یو ترټولو محبوب شخصیّت او د اسلام ددین یو لوي سردار او له نړیوال استکبار ،ظلم او د سلطې له نظام سره دمبارزې سمبول دی.