ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د هندوستان په شمال کې په اوترپردیش صوبې کې یو تاریخی جومات د سړک د غزولو په پلمه په بلډوزرو سره په کنډوالې بدل شو.
په راپور کې وئیل شوي دي د ملګروملتو د علمی ،زده کړې او کلتوري چارو د موسیسې(یونیسکو) پخواني لوړپوړي مسئول آشوک سواین پخپل ټویټرپاڼې کې د یوه تاریخي جومات د ړنګیدا دویډیو په خپرولو سره ولیکل، په اوترپردیش صوبې کې د یوه سړک د غزَولو لپاره په بلډوزرو سره د ړنګولو په حال کې دی.
همداراز په ټوئيټر کې زیاتره کارؤنکو په دې افراطي اقدام باندې په سختو نیوکو سره لیکلي دي ،دغه جومات د فریدخان شرشاه سوري په زمانې کې جوړ شوی ؤ. شیر شاه سوري په ۱۵۴۰کال کې ګورکانیانو ته په ماتې ورکولو سره قدرت ته رسیدلی ؤ او وروسته ئې ډیلی خپله پلازمنیه ګرځولې وه.باید ددغه جومات مخینې ته په پام سره ئې له ړنګولو ډډه وشي او که داسې نه وي نو باید مسلمانان دخپلو مقدساتو د ساتلو لپاره لاس په کار شي او ددغه ډول افراطي او تعصبي کارونو په ج دي توګه مخه ونیسي.
د بشری حقوقو د ولسی ټولنې د راپور په اساس، دهندوستان په ګجرات صوبې کې له سزاګانو په خوندیتوب سره کابو پنځه سوه جوماتونه او زیارتونه په کنډوالو بدل شوي دي.