IQNA

له اسلامه ویرونې سره دمبارزې نړیواله ورځ، نړۍ او د ایران دریځ (مقاله)

17:21 - March 15, 2023
د خبر لمبر: 3487041
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د مارچ د میاشتې د پینځلسمې نیټې په مناسبت چې له اسلام څخه د هیوادونو له ویرولو سره د مقابلې نړیواله ورځ ده ووئيل: د اسلام مبین دین او د رحمت پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د بشریت لپاره د سولې،دوستۍ او د ګډ ژوند پیغام راوړونکی دی.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایراند خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني پخپل یوهټولنیز پیغام کې وویل له اسلام څخه د هیوادونو ویرونکي او له اسلام سره مبارزه کونکي د اسماني دینوهنونو په هیڅ انساني او الهي ارزښتونو باور نلري او دوې خپلې ناجایزې ګټې د بشریت د وګړو ترمینځ د جنګونو او د اختلافاتو په پراخولو کښې ویني.

له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو مسله همدا اوس په نړیواله سویه مطرح ده او د پام وړ غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

ملګروملتونو د تیر میلادي کال د مارچ د میاشتې په پینځلسمه نیټه د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره د مارچ د میاشتې پینځلسمه نیټه له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو له ویرولو سره د مقابلې د نړیوالې ورځې په توګه وټاکله او ونوموله چې دغه فیصله په نړیواله سویه له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو له ویرولو سره په مبارزې کښې د بدلون پیچومی دی.

ایران د دغه بیانیې په بنسټګرانو کښې شامل و چې د هغې د مسودې په برابرولو او تصویبولو کښې یې زیاته هڅه وکړه.

دغه پریکړه لیک د اسلامي هیوادونو لخوا وړاندی شو او ایران او پینځو نورو هیوادونو دغه پریکړه لیک ته د اړونده خبرو اترو مشرۍ پرغاړه لرله.

په امریکا کښې د دوه زره لومړي میلادي کال له حملو وروسته د مسلمانانو پرضد د نفرت د رامینځته کولو او له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو ښکارنده زیاته شوي ده.

په لویدیځو هیوادونو کښې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو کار ډیر زیات شوی دی.

آمنہ مفتی کا کالم: اسلامو فوبیا! - BBC News اردو

دغه ښکارنده په لویدیځو هیوادونو کښې د مسلمانانو پرضد د زیاتو توپیرونو او په جوماتونو او اسلامي مرکزونو باندې د بیا بیا حملو او د مسلمانانو په تیره بیا د مسلمانو میرمنو پرضد د تاوتریخوالي او د اسلام او د مسلمانانو د منفي څیرې د انځورولو او د قران کریم په شان سپیڅلتیاو ته د سپکاوي او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له سپکاوي د ډکو کارټونونو په شان د اسلامي سپیڅلتیاو د مسخره کولو په شمول په بیلابیلو ډولونو د مسلمانانو او د اسلام پرضد د تبلیغاتي جنګ او د لویدیځو رسنیو د پراخو پروپاګنډونو په بڼه رامینځته شوي ده.

په حقیقت کښې په لویدیځو هیوادونو کښې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو کار نوي اړخونه پیدا کړي دي او له اسلام سره د مبارزې د بڼه د خپلیدا یعني له اسلام او مسلمانانو سره د عملي چلندونو او مقابلې کولو سبب شوي دي.

آمنہ مفتی کا کالم: اسلامو فوبیا! - BBC News اردو

دغو چلندونو بیلابیل سیاسي ، ټولنیز او رسندوي او همدا اوس فیزیکي اړخونه پیدا کړي دي.

په لویدیځو هیوادونو  کښې په بیلابیلو رسمي او غیر رسمي بڼو او چوکاټونو کښې په پلان شوي او پراخ ډول له اسلام څخه د خلکو د ویرولو څپه رامینځته کړې شوي ده  او د مسلمانانو او د اسلام د تحریف شوي او د ځیږې څیرې د انځورولو په ترڅ کښې یې په اروپايي هیوادونو کښې د هستوګنه مسلمانانو پرضد ډیر قانوني او رواني دباونه ورتپلي دي.

په لویدیځو هیوادونو په تیره بیا په اروپايي هیوادونو کښې د سترمنو میرمنو پرضد  تاوتریخوالي اعمالیږي او د هغوې پرضد بیا بیا بې رحمانه حملې کیږي.

دبیرکل سازمان ملل: تحقق برابری جنسیتی سه قرن طول می‌کشد

د ملګروملتونو سرمنشي انټونو ګوټریش په دې زمینه کښې وايي : د مسلمانانو ترمینځ د نفرت او د جنسیتي نابرابرۍ ترمینځ ارتباط د نه انکار وړ دی.

هغه وايي چې مونږ د مسلمانانو د جنسیت د قومیت او د ایمان په دلیل د مسلمانو ښځو پرضد په درې ګوڼه توپیر کښې د تر ټولو بدو اغیزونو کتونکي یوو.

بله مسله دا چې په لویدیځو هیوادونو کښې له اسلام سره مبارزه کول او د مسلمانانو پرضد د فیزیکي او د خولې تاوتریخوالي او د توپیر اعمالول د ښي پالو سرزورو ډلو روښانه ودې ته په پام سره نور هم زیات شوي دي.

په دغه بهیر کښې په جوماتونو باندې د حملو ، د مسلمانانو د عبادت د ځایونو سوځول ، د مسلمانانو پرضد فیزیکي او د خولې  حملې او حتی په هغو غیر مسلمانو بریدونه چې په لویدیځې اسیا سیمې کښې د اسلامي هیوادونو خلکو ته ورته څيرې لري او د زده کړې او  د کار په بیلابیلو موردونو کښې د اسلام د پیروانو پرضد توپیر دوام لري کوم چې له اسلام سره د مبارزې کولو او د مسلمانانو پرضد د نفرت د رامینځته کولو زیاتیدل ګڼل کیږي.

په دې لړ کښې د ملګروملتونو د منشور د ملاتړ دوستانو ډلې څه موده مخکې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو د مبارزې د نړیوالې ورځې د  لمانځلو لپاره د اسلامي ملګرتیاو د موسسې او د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په ګډې غونډې  کښې په یوې بیانیې کښې د مذهب یا اعتقاد، کلتور ، ملیت یا قومیت یا د ټولنیز ، سیاسي او اقتصادي حالت پراساس د تاوتریخوالي رامینځته کول رد کړل او هغه یې وغندل.

د ملګروملتونو د منشور د ملاتړ دوستانو ډلې وویل له اسلام څخه د خلکو له ویرولو سره د مبارزې په لومړنۍ نړیوالې ورځ چې له دې وروسته هرکال د مارچ په پینځلسمه نیټه لمانځل کیږي د دوستانو ډله په اسلام دین باندې حمله ، تعصب او د  اسلام له بدنامولو سره چې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې یې ورایښت موندلی دی او له بده مرغه په ځینو موردونو کښې د سیاسي ډلو لخوا منل شوي دي خپل مخالفت اعلانوي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129568

captcha