ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،پاکستان د نړۍ له قانوني بنسټونو وغوښتل چې په اروپا کې له اسلامه د ویرونې له پروسې سره مبارزه وکړي.
پاکستان د سه شنبې په ورځ په ډنمارک کې د قرآن کریم د سپکاوي د ناوړه عمل د تکرار په غندلو سره له نړیوالو حقوقي موسسو وغوښتل چې له اسلامه د ویرونې له پروسې او د مسلمانانو سپیڅلو ارزښتونو ته د سپکاوي په اړه اقدام وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې ویلي، " له وړاندې د دا ډول پلان شویو اعمالو تکرار، د هغه قانوني چوکاټ موثریت تر پوښتنې لاندې راولي چې تر شا یې اسلاموفوبیک خلک پټوي او په معافیت سره نفرت خپروي."
یاد وزارت ټینګار کړی، "د بیان د آزادۍ له حق څخه کار اخیستل هېڅکله په قصدي توګه د مسلمانانو سپېڅلي کتاب یا د کوم دین سپېڅلي مشر ته د سپکاوي په معنا نه دی."
په دې بیانیه کې ویل شوي، پاکستان پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې د بشري حقونو د نړیوال قانون لاندې د دوی د مسئولیتونو او مکلفیتونو سره سم د داسې اعمالو مخنیوی وکړي.
اسلام آباد دې ته اشاره وکړه چې پاکستان له نړیوالو حقوقي ادارو غواړي چې د داسې قصدي کړنو مخه ونیسي چې یوازې د مسلمانانو د عقیدې له امله د مسلمانانو پر وړاندې کرکه، تبعیض او تاوتریخوالي ته لمن وهي.