ایکنا د الوطن له قوله راپور راکړ،دمصر د بین سویف ولایت د سمستا یوه قبطیان (مسیحي)عماد بیاوي د هر کال د دود په څير دقرآن کریم څو جلدونه په قبا جومات کې د قرآني سیالیو کې ګډون کونکو ته د ورکولو لپاره د جومات امام ته وسپارل.
هغه وائي ،زه هرکال د خپل د کار په ځاي کې جومات ورځم او د قرآنی چارو په اړه په سیالیو کې دګډون کونکو لپاره د خدای تعالی په نامې سره ډالۍ ورکوم،ځکه زما په هیواد کې په دغه اعتقاد سره لوي شوم چې د یوه مسلمان اویوه مسیحي ترمینځ هیڅ فرق نشته.
عماد بیاوي مخکې زیاته کړېده ، پلار مو له کلونو مخکې راهسې ماته دا وئيل چې په مصر کې ټول سره یوشان دي دمونږ په منیځ کې هیڅ فرق نشته او خیر د ټولو لپاره دی او هغه څه جې ئې وړاندې کوم له مونږ څخه نه دي. هغه وئيلي دي ،د ماد کار په ځاي کې جومات کې مذهبی سیالۍ ترسره کیږي او ما له مخکې دوي څخه غوښتي وو د سیالۍ ګټونکو او ګډون کونکو لپاره دقرآڼ یوه مجموعه درکوم څو په دوي کې وویشل شي.