ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر،د وحشي صهیونیسټي رژيم په وړاندې د اسلامی نړۍ د کلکې دریدا په ضرورت په ټینګار سره ووئيل،د قدس ورځ د جنایتکار صهیونیسټي رژيم په جنایتونو او تیریو باندې د مسلمانانو د اعتراض د چغې پورته کولو ورځ ده .
آیت الله صالحي مدرس په کابل کې په خصوصي خبرو کې د قدس د نړیوالې ورځې د اهمیّت په باب ټینګار وکړ، د نړۍ درست مسلمانان باید متوجه ووسي ، د اسرائيلو جنایتکار رژيم په نیواکي ټاټوبو کې وحشي ډوله جنایتونه کوي او د نړۍ مسلمانان باید قیام وکړي ، او الاقصی جوما ددغه بې شرمه او وحشي رژيم له سپيرو منګولو آزاد کړي.
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشرهمداراز د قدس دنړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په اشارې سره ووئيل، په دغې لوئې ورځې باید دنړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د خپل اعتراض چغه پورته کړي او قدس او اقصی جومات باید داسلامی نړۍ د وحدت او یووالي چورلیز شي.