ایکنا د المرکز السویدی المعلومات له قوله راپور راکړ، د سویډ دډيموکراټانو د ګوند رهبر جیمي آکسن چې د مسلمانانو او مهاجرو په ضد په سخت دریځ لرونکي باندې مشهور دی ،هماغه شان خپلو دغو دریځونو ته دوام ورکوي و په همداوروستیو کې ئې له رسندویو سره په خبرو کې اعلان کړی چې دهغه لپاره ډیره سخته ده چې وویني ، څرنګه یو بشپړ ژمن مسلمان د سویډ دټولنې یوه برخه کیدلی شي.
هغه ددې موضوع په بیانولو سره ووئيل،که تاسو د اسلامی احکامو اجرا ته پابند مسلمان ئۍ،نو د سویډ ښاریز نشئ کیدلی.
دسویډ دغه سرزوري او افراطي سیاستوال ددې خبرې په کولو سره چې دسویډ داسلامی کول دوام لری ،مدعی شو چې د سویډ د مسلمانانو لږکي د آبادۍچټکه وده ،ددغه هیواد د ټولنې لپاره یو ګواښ حسابیږي.
آکسن د یوه داسې سیاست د اجرا غوښتونکی شو چې په اساس ئې په سویډ کې دیره مهاجرین باید د سویډ د ټولنې ددودیزو ارزښتونو منلو ته مجبوره شي.