ایکنا د رهبرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، د حسینی اربعیّن له دستورو سره په یووخت په زرګونو محصیلینو عزادارو د اسلامی انقلاب دستر لارښود په شتون سره عزاداري او ماتم وکړ. په دغو دستورو کې د حضرت اباعبدالله الحسین او د هغه بزرګوار د وفادارو یارانو په شان او درنښت کې مرثیې او د اربعیّن زیارت ولوستل شو.
په دغو دستورو کې په پوهنتونونو کې د ولی فقیه د نمایندګۍ مشر حجةالاسلام رستمي په وینا کې دکربلا د واقعې تل پاتې راز او په اوسمهال وخت کې د هغه بزرګوار د اربعیني لارویانو دندې بیان کړې.
د دستورو په پاي کې د ماسپښین او مازدیګر لمونځ هم د ولی فقیه په امامت سره قایم شو.
حضرت آیت الله خامنه اي د دوو لمونځونو په مینځ کې په لنډې شان وینا کې ،د عزادارۍ هر یو مجلس او حضرت امام حسین علیه السلام سره توسل له ځلیدونکي حسینی مشال او معنویّت له لایزال نور سره د ګنډل کیدا او ارتباط زمینه او غوټه پرانیستونکي وبلله او ټينګار ئې وکړ،ترټولو مهمه موضوع ددغه اتصال او له صراط مستقیم سره د ارتباط ساتل دي چې لازه ئې اراده اواستقامت دی.دوي دغه راز ووئيل، که استقامت مووکړ، و څوکه به فتح شي ااو د عدل اوحق د حاکمیّت او د خداي دد ین حاکمیّت څوکې ته به ورسیدل شي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې په ټينګار سره چې ځوانان دامید تومنه دي او له نجف تر کربلا پورې او همداراز د هیواد په نورو ښارونو کې د حسینی اربعیّن په لاریون کې د خلکو په تیره بیا د ځوانانو ولولناک ګډون ته اشاره وکړه او وې فرمائيل؛ هماغه ډول چې د اربعیّن د لاریون په لاره کې مو په استحکام او کلکې ارادې سره حرکت وکړ،دتوحید د حاکمیّت په لاره کې هم پياوړي او له ارادې اوهوډ سره یوځاي ووسئ او تل حسینی ژوند وکړئ او حسني پاتې شئ.
https://iqna.ir/fa/news/4167312