IQNA

په بین الحرمین کې د حسینی اربعین د عزادارو ولولناک قرآني نندارتون (فیلم او انځورونه)

10:12 - September 07, 2023
د خبر لمبر: 3487921
ایکنا-(کربلا) بین الحرمیّن ته واریدیدا په وخت یوه عراقی موکب د قرآن کریم ډير لوي او په زړه پورې انځورونه  نندارې ته وړاندې کړل.

ایکنا د السومریّه له قوله راپور راکړ،د بنی عامرعزادارئ پلاوي کربلا ښار او بین الحرمین ته د واریدیدا په وخت د قرآن کریم ډير ستراو نظرجلبونکي تصویرونه هم  نندارې ته وړاندې کړل.

د عراق د بصرې ولایت د بنی عامر د موکب له خوا د خپرو شوو کلیپونو او انځورونو په اساس، دغه موکب په کربلا کې د قرآن کریم د نامې د لوړاوي لپاره ځانګړي فعالیتونه پلان کړي دي.

 ددغه پلاوي عزادارو د قرآني موزائيکي طرح  چې دقرآن کریم دحرمت او کامیابۍ تسجم دی، نندارې ته وړانډې کړې. د بني عامر سفید پوشه دسته هر کال د حسینی اربعیّن په درشل کې له بصرې خپل حرکت پیلوي او د صفرې په نولسمه ورځ کربلا معلی ته رسیږي او بیا دغه لبیک وئيونکي مینه وال عزادار د حضرت امام حسین علیه السلام  د حرم زیارت کوي.تیرکال  دبنی عامر پلي کاروان په سپينو جامو او متحد الشکل انداز سره،په بین الحرمیّن کې له شتون وروسته،د مسلمانانو د اتحاد پر ضرورت ټينګار وکړ او په بین الحرمیّن کې ئې د؛ واعتصموبحبل الله جمیعا و لاتفرقوا»آیت ستر پورټریټ نندارې ته وړاندې کړ.

سږکال هم په ځينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم د ځينو سپکاویو دتکراریدا په دلیل ،په دغه پلاوي اوموکب کې حاضرو عزادارو  له قرآن کریم څخه د مسلمانانوملاتړ او  له دغه آسمااني کتاب سره تمسک  ددرستو نړیوالو لپاره نندارې ته وړاندې کړ.

د بنی عامر قبیلې موکب په درستې نړۍ کې یوترټولو لوي حسینی موکب دی چې هر کال د حسینی اربعیّن په دستورو کې په بین الحرمیّن کې دیني او قرآني شعارونه ورکوي او سږکال ئې هم خپل فعالیت  د قرآن کریم د لوي  تصویر په انځورولو سره  خپل فعالیّت نندارې ه وړاندې کړ.

 

نمایش باشکوه قرآن در موکب اربعینی در کربلا + عکس

نمایش باشکوه قرآن در موکب اربعینی در کربلا + عکس

نمایش باشکوه قرآن در موکب اربعینی در کربلا + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4167227

  

captcha