IQNA

د قدس نړیوالې ورځې میلیوني لاریون

له نړۍ څخه د ؛مطلق شر؛ د پاکولو لپاره په ایران کې ؛طوفان الاحرار؛

9:14 - April 07, 2024
د خبر لمبر: 3489000
ایکنا- د ایران داسلامی جمهوریت دتهران په لکونو خلکو  د درست ایران په ګوټ ګوټ کې  ایران له نور ولس سره  په یووخت په تیرو ۴۵کلونو کې د قدس دنړیوالې ورځې په یوه ترټولو  مختلف  لاریون کې حاضر شول څو د مځکې له مخه د ؛ مطلق شر؛  یعني وحشی  صهیونیسټي رژيم د پاکولو لپاره داسلامی امت د کلک  هوډ او اراره او ؛طوفان الاحرار ؛ او د غزې تړانګې دمظلومو  او میړنیو خلکو څخه  دفاع نندارې ته وړاندې کړي.

د ایکنانیوز خبریالان  له تهران، قم، مشهد، شیراز، اصفهان او نور ښارونو څخه راپور راکوي، د قدس د نړیوالې ورځې ولولناک  و پرتمین لاریون،په درست ایران کې دمیلیونونو خلکو په ولولناک  او انګیزه لرونکي شتون سره ترسره شو.

که څه هم د لاریون د دستورو رسمي پیلیدا لس بجې اعلان شوې وه ،خو  له سهار وختي راهسې  په زرګونو خلک د لاریون  په لارو کې موجود وو، او یوه نوي ولوله او انګیزه او پرتم ئې نندارې ته وړاندې کړ.

 دغه ولولناک لاریون د درست ایران په  څه دپاسه دوه زره ځایونو کې  له کابو پنځه سوه  کلتوري پروګرام له عنوان سره یو ځاي ترسره شو.

په دغو دستورو کې  له لوبغاړو رانیولې ، تر هنرمندانو  او دغه راز له ماشومانو، زلمیانو او ځوانانو رانیولې تر بوډاګانو پورې د ټولنې زیاتره وګړو  دسږکال قدس ورځې میلیوني لاریون ته ډير جذابیّت ورپه برخه کړ. په درستو لارو کوڅو کې د ؛حیدر حیدر؛ مړ دې وي اسرائيل، مړه دې امریاک ، په شعارونو ورکولو سره د امریکا او اسرائيلو د بیرغونو لوخَړې پورته شوي او ولس یو ځل بیا د امریکا په مشرۍ او د لویدیځ په  حماقتونو  او پهغزې کې د لیوني لیوؤصفته  جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم  له جنایتونو خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ.

په زیاترو لاریونونو کې په تیره بیا په تهران کې په سلګونو میرمنو په غیږو کې د غزې د قرباني شوو ماشومانو د سمبولونو په اوچتولو سره ددغو ماشومانو له میئندو او ددغو ماشومانو له کورنیو سره  همدردي وکړه.

د تهران په دغه ولولناک  میلیوني لاریون کې د سورئې په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولی برخې کې د  شهیدانود جنازو دستورې هم ترسره شوې او دغه جنازې له دغو دستورو وروسته خاورو ته دسپارلو لپاره  خپلو زیږنځایونو ته  منتقلیږی.یاده دې وي چې ددغو جنازو لمونځ هم پرون شپې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په امامت کې ترسره شوي دي.

په تهران کې د؛طوفان الاحرار؛ په عنوان سره دقدس ورځې په دغو دستورو کې د  فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله ااو دعراق د الحشد الشعبی  غورځنګ مرستیال ابوفدک المحمداوی او د مقاومتي چورلیز یو شمیر نور  قوماندانانو  هم ګډون وکړ. په مختلفو چوکونو کې  د وحشي  نتنیاهو سمبولیک پانسۍ دستورې هم ترسره شوې  او د صهیونیسټي رژيم او دهغو د ملاتړو د تولیداتو د بایکاټ په مضمون سره  پوسټرې  او دغهراز د غزې د جنګ په انځورونو سره سل میټره اوږد بینر  او د فلسطین د  زرګونو  بیرغونورپيدا په دغه ولولناک لاریون کې نورې نندارې وې.

په دغو دستورو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د ولسمشر ابراهیم ریسي ، دنورو قواؤو د مشرانو،  دسپاه پاسدارن عمومي قوماندان سردار حسین سلامي ود قدس ځواک قوماندان سردار قاآنی  او نورو لوړ پوړو سیاسی او پوځي  مشرانو  مراجعینو ، پوهنتونوالو او  ان زده کونکو ګډون یوه نوی ولوله او معنوي فضا ښکلي کړې وه.

د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي دتهران د قدس ورځې د دستورو  په وروستیو کې پخپلې وینا کې دسپاه د اووو پوځي سلاکارو قوماندانانو دشهادت په مناسبت د مبارکۍ اوتهنیّت په وئيلو سره  ووئيل، وحشي صهیونیسټي رژيم  دامریکا په مصنوعي سا سره ژوندی دی  او د امریکا په امنیتی او سیاسی ځانګړي  آئي سی یو برخې کې وروستۍ سلګۍ کوي،هرکله د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  له پوزې دغه مصنوعي آکسیجن  آله لیرې شي ، نو هماغه مهال به مردار شي او  دغه مرداریدل ئې لیرې نه دي بلکې ډير نزدې دي .  هغه په ډاګه کړه ، امریکا د دغه  مرداریدونکی جنایتکار  د ساتلو او بقاء لپاره  چې دړې وړې کیدا ئې ډيره نزدې  او په الهی فضل سره حتمي ده ، ډير زیات سیاسی ،اقتصادی او امنیتی لګښتونه زغملي دی ، اوس  ددغه رژيم جنایتونه  چې دامریکا په بشپړ ملاتړ سره  ترسره کیږي،امریکا ئې د نړۍ په تیره بیا د اسلامی نړۍ  دکرکې په  مرکز بدله کړې ده.په امریکا  کې دننه ډیری سیاسی او امنیتی شخصیّتونه او چارواکي ددغه وحشی رژیم په جنایتونو راویښ شوي دی  او ضمیرونه ئې ملامتوي او له خپل حکومته غوښته کوي څو دغه رژیم سره مرستې ودروي او دغه جنایتکار رژیم نور په مصنوعي سا او اکسیجن نشي ساتلی.ځکه زوال او له مینځه تلل ئې له هر پلوه  رابرسیره شوي دي.

د ایران  دقدس ورځې د ؛ طوفان الاحرار؛ په عنوان سره  ددغه میلیوني لاریون په پاي کې  اوه ماده ایزه اعلامیه هم خپره شوه  چې په هغې کې په دمشق کې د شهید شوو اووو پوځي سلاکارانو دغچ اخستو  او په چابهار او راسک سیمو کې د  جیش الظلم  دترهه ګرو  حملو  چې د وحشی صهیونیسیټي رژيم  په ملاتړ کې ئې کړی دي،سخته کرکه و نفرت نندارې ته وړاندې شوی  او له دوي غچ اخستل ئې د مقاومتي چورلیز یوه مهمه برخه بللې  ده  او وئيلي ئې دي چې دغه سپيره او جنایتکار اقدامات به  ددغې سرطاني دانې  له وارمخکې له مینځه تللو پرته  بله هیڅ نتیجه ونه لری او ډاډمن دې ووسی، چې   سخت او پښمان  کونکی ځواب به ډیر زر وویني .

     

captcha