IQNA

نړۍ په غزې کې د څه دپاسه ۳۳ زره انسانانو پر وژلې سترګې پتې کړي دي

5:31 - April 17, 2024
د خبر لمبر: 3489059
ایکنا - دعربستان خارجه وزیر  فیصل بن فرحان په اسلام اباد کې له خپل  پاکستاني همڅنګ سره په ګډ  خبری کنفرانس کې ووئیل،د غزې وضعیّت  د نړیوال  حقوقي نظام د ناکامۍ ښودنه کوي او دا موضوع هیڅکله هم د منلو وړ نه ده.

ایکنانیوز د  تسنیم له قوله راپور راکوي،د  عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  چې د پاکستان په سفر تللی ، پرون  په اسلام اباد کې د پاکستان له خارجه وزیر  اسحاق ډارسره په ګډ خبری کنفرانس کې  د فلسطین د خلکو دعامې وژلې  ددریدا لپاره  له نړیوالې ټولنې د غوښتې او دغزې د جنګ په وړاندې  دلویدیځي  نړۍ په دوه ګوڼوالي باندې په نیوکو سره  ټينګار وکؤ،  ریاض هیڅکله هم په سیمې کې  دیوې بلې ډغرې یا لازیاتو تاؤتریخوالو  غوښتونکی نه دی.

 فیصل بن فرحان له خپل  پاکستاني همڅنګ سره  په دغه ګډ  خبری کنفرانس کې ووئیل،  دغزې وضعیّت  د نړیوال  حقوقي نظام د ناکامۍ ښودنه کوي او دا موضوع هیڅکله هم دمنلو وړ نه ده.

هغه  په غزې کې د دایمي  اوربند ته د فوری  اړتیا  او د فلسطینیانو لپاره د انسان دوستۍ د مرستو د بې ځنډه لیږد په آ سانولو ټينګار وکړ او وې وئيل،   د لویدیځي  هیوادونو د څو مرستندویو  کسانو وژله  د هغوي د حکومتونو د چټک غبرګون سبب شوې ده ، خو  له دې سره په یووخت  دغه هیوادونه  د  بې ګناه  او مظلومو   خلکو د وژلو د زیاتیدا او د غزې  د وضعیّت  لاخرابیدا ته دوه مخی نظر لري.

 دعربستان خارجه وزیر  په مینځني ختیځ کې په اوسنیو بدلونونو د اندیښنې په ښودلو سره  ټينګار وکؤ،  مونږ په غزې کې  د جنایتونو ددرولو لپاره  د نړیوالې ټولنې  دغبرګون  غوښتنه کوو، مونږ همداراز  په سیمې کې د یوې بلې ډغرې یا لازیاتو تاؤتریخوالو  غوښتونکي نه یوو.

 د پاکستان خارجه وزیر سناتور اسحاق ډار هم  د غزې په وضعیّت د  اسلام اباد د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره  ووئيل، م ونږ  په غزې کې د اوربند بې قید اوشرطه ټینګیدا غوښتونکي یوو.  هغه زیاته کړه نړیواله ټولنه  په غزې کې د نسل وژنې د دریدا لپاره  جدي ګامونو پورته کولو ته ضرورت لري، او دا و یښتیا باید په غزې کې د اسرائیلو  په وسیله یوازې د  څو مرستندویو په وژلې سره  نه وي ،باید د لسګونو زره  خلکو وژلې او  د جنایتونو  پراختیا  او بوږنونکي حالاتو  غمیزې ته هم ولیدل شي. د پاکستان خارجه وزیر همدرااز  دانرزۍ ، کانونو ، صنائعو کرهڼې او دبیخ بینائي تاسیساتو  پشمول  په مختلفو حوزو کې دعربستان د لازیاتې پانګونې لپاره د آسانتیاؤ خبر و رکړ.

 https://www.tasnimnews.com/fa/news

captcha