IQNA

قرآن کریم ؛ د نړۍ د ترټولو زیاتو پلورونکو کتابونو په لسټ کې دی

11:15 - April 25, 2024
د خبر لمبر: 3489104
ایکنا -  له کلتوری وضعیّت څارنې سره اړونده مرکزونو ،قرآن کریم  د نړۍ په سویه یو ترټولو زیات پلورونکي کتاب په توګه بللی دی.

ایکنانیوز د الاخبار المسائي له قوله راپور راکړ، د اپریل  ۲۳ نیټه، د کتاب له نړیوالې ورخې سره برابره وه چې  هر کال دیونیسکو ادارې له خوا لمانځل کیږي ، له یوه پلوه  د کتاب لوستلو د وضعیت، د کتابتونونو د پراخولو، د کتاب لوستلو د ودې او همداراز د کتابونو د غوره پلور په اړه څېړنې هم معمولا په دغو شپو ورځو کې خپرېږي.

یونیسکو اداره  د کتاب په نړیواله ورځ له کتاب سره  داړونده نورو نړیوالو اورګانونو په ملګرتیتا سره ، یو ښار د کتاب د نړیوالې پلازمینې په توګه ټاکي.

 ددغه ښان ښار له ټاکلو موخه، د هغې پوهې او آثارو د مطالعې او احترام د خوند د کشفولو لپاره د عامو خلکو په تیره بیا د ځوانانو هڅول دي چې لیکوالانو په پيړیو پیړیو کې او  پخپلو وختونو کې زیات کړي دي. پر دې سربیره  په خلکو کې د کلتور د پراختیا په خاطر  هرکال د ټاکل شوي کتاب پلازمینې ژمنه کیږي چې  د کتاب لوستل دود کړی ا و  له هیواد په بهر او داخل کې د مختلف عمر لرونکو خلکو کې د مطالعې انازه زیاته کړي. همداراز هغه حکومت چې  د ټاکل شوي کتاب پلازمینه پکې ده ، ژمن کیږي، چې  په هغه کال کې دکلتوري فعالیتونو پروګرامونه پلان  اوبرابر کړي.

سږکال د کتاب  په نړیواله ورځ ، د یونیسکو ادارې عمومي مدیر آدری اوزولا  د ۲۰۲۴کال کې د کتاب د نړیوالې پلازمینې په توګه  په غنا کې  آکرا ښار  ټاکلی دی.

دټيکنالوجۍ له پرمختګ او انټرنیټ او ورسره ټولنیزو چینلونو ته دخلکو له لاس رسي سره سره کتابونه تراوسه پورې   په درستې نړۍ :ې ډير محبوب دي. هرکاله په درستې نړۍ کې ناشران، په زرګونو کتابونه خپروي  اوله هغو ځيني د ترټولو زیات پلورونکي کتاب د عنوان د ترلاسه کولو لپاره  له یوه بل سره سیالۍ کوي.

په نړۍ کې څيړنیزو مرکزونو وئيلي دي ، قرآن کریم ،نهج البلاغه ،اصول کافي  او  اسفار اربعه  نوکې کتابونه ، په نړۍ په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کې د ترټولو زیات پلورونکي کتابونو برخه دي.

https://iqna.ir/fa/news/4212109

 

captcha