ایکنا - د امریکا د مختلفو پوهنتونونو محصیلیونو په پراخو کمپاینونو سره ، په غزې کې د اسرائيلو د جنایتونو په دوام خپل اعتراضونه نندارې ته وړاندې کړي دي او ددغو جنایتونو په درولو کې ئې د متحده ایالاتو د فوری او اغیزشیندونکي غبرګون غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3489126 خپرونې تاریخ : 2024/04/29
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي په یولړ څرګندونو کې امریکا له کلابندۍ ،لوږې او وژلې رانیولې ترکنډوالو او نسل وژنې پورې د فلسطین دملت په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم په بوږنونکو جنایتونو کې شریکه وبلله .
د خبر لمبر: 3489110 خپرونې تاریخ : 2024/04/26
ایکنا - په امریکا کې د پوهنتونو د محصیلیونو غورځنګونو د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ او په غزې تړاګې کې د صهیونیسټي رژيم له نسل وژنې سره په مخالفت کې ، ددغه هیواد واکوالان له چیلنج سره مخ کړ ي دي.
د خبر لمبر: 3489099 خپرونې تاریخ : 2024/04/24
ایکنا - یو هغه ټکی چې په تیرو میاشتو کې او د سیمه ایزو تاؤتریخوالو دزیاتیدا په اوج کې له ټولوزیات ښکاره شوی، په نړۍ کې په یوه ستر قدرت د ایران بدلیدا ده . یوه داسې چاره چې د لویدیځ سلطه غواړو هیوادونو نه ده خوښه او ددوي په اپوټه د آسیا،افریقا او لاتینې امریکا خپلواکه هیوادونه به ورڅخه ګټه پورته کړي.
د خبر لمبر: 3489096 خپرونې تاریخ : 2024/04/23
ایکنا - د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به په دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر آصف زرداری او له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیده کاته وکړي او د له دغه هیواد سره به یو شمیر موافقې او د یاددښت تفاهمونه هم لاسلیک شي.
د خبر لمبر: 3489081 خپرونې تاریخ : 2024/04/21
ایکنا – د افغانستان له طالبانو سره نزدې یوې رسندوئې پخپل وروستي راپور کې ووئيل،له ایران سره د افغانستان په پولې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دوه تاجیکي وکړي نیول شوي دي.
د خبر لمبر: 3489039 خپرونې تاریخ : 2024/04/13
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعې یعني په جمعةالوداع ورځې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په زرګونو ښارونو کې د فلسطین دمظلوم ولس په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په محکومیت کې د ولولناکو او میلیوني لاریونونو شاهدان وو.
د خبر لمبر: 3489011 خپرونې تاریخ : 2024/04/07
ایکنا – د امریکا د سلامتیا د اطلاعاتو ویب پاڼې (healthline ) د هغو څيړنو ټولګې نتیجې خپرې کړې چې د روژه ساتنې په باب شوي دي .
د خبر لمبر: 3489008 خپرونې تاریخ : 2024/04/07
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود په سورئې کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د وحشي صهیونیسټي رژیم په حملې کې د اسلامي امت د لوړپوړو قوماندانانو د شهادت په مناسبت د تسلیّت په پیغام کې ټينګار وکړ، د ایران ملت شجاع او جسور ملت به صهیونیسټان په دغه او د ې ته په ورته جنایتونو باندې پښمانه کړي.
د خبر لمبر: 3488985 خپرونې تاریخ : 2024/04/02
ایکنا- د یهودیانو لابي د امریکا په بهرني سیاست کې ځانګړي ځای لري. سره له دې چي یهودیان یواځې د امریکا د نفوس درې سلنه جوړوي، لیکن د امریکا د قدرت په جوړښت کې له ټولو زیات اثرګذاره دي.
د خبر لمبر: 3488965 خپرونې تاریخ : 2024/03/30
ایکنا- د ملګروملتو د تعلیمي،عملي او کلتوري ادارې(یونیسکو) اجرائي شورا د چارشنبې په ورځې د فلسطین په ملاتړ کې د دوو پریکړه لیکونو له تصویبیدا وروسته د جمعې ورځې په ناستې کې چې د فرانسې په پلازمینې پاریس کې ترسره شوه، دریم پریکړه لیک هم د فلسطین په ګټه تصویب کړ.
د خبر لمبر: 3488940 خپرونې تاریخ : 2024/03/25
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خلکو له مختلفو پرګنو سره د نورو د نیکمرغه اختر په مناسبت په لیدنې کې په اقتصادي ډګر کې د ملت د نوښتونو، پانګو او دهمتونو د غونډولو او واریدیدا لپاره د مسئولانو هڅې او پلانونې د ۱۴۰۳لمریز کال د د ډير مهم شعار دپ،ره کیدا لازمه وبلله او ټينګار ئې وکړ، دښمن په هیواد کې د پرمختګ دعواملو، ظرفیّتونو او زمینو په انکار کولو سره د ملت په زړه کې د امید رڼا په نښه کړې ده،خو ولس او په تیره بیا ځوانان په بې ځنډه هڅو سره او له اختلافاتو په ډډه کولو سره ، راتلونکی روښانه افق تعقیبوي.
د خبر لمبر: 3488917 خپرونې تاریخ : 2024/03/21
ایکنا- د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د ترسره کیدا په څلورمه شپه او د محمد رسول الله مداحي کونکي ډلې د اجرا په وخت، د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې مړه دې وي امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونو انګازې پورته شوې او فضا ئې په یوې بلې ولولې بدله کړه.
د خبر لمبر: 3488764 خپرونې تاریخ : 2024/02/22
ایکنا- د افغانستان له طالبانو سره د تعامل لپاره د مشترکه دریځو غوره کول او د نړیوالې همپالنې رامینځةکیدا او همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړی استازي ټاکل د افغانستان په باب ددوحې د غونډې په ترټولو مهمو چورلیزونو کې شامل وو.
د خبر لمبر: 3488754 خپرونې تاریخ : 2024/02/20
ایکنا- د امریکا یوه مشهور ډیموکراټ سناټور خبرداری ورکړي چي په غزې باندې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د امله یو میلیون او ۷ لکه فلسطینیان بې کوره شوي او په لسګونو زره فلسطیني ماشومان د لوږې په خاطر له مرګ سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3488717 خپرونې تاریخ : 2024/02/14
ایکنا- د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ عمومی منشي عبدلمالک بدرالدین الحوثي د غزې تړانګې په جنوب کې په رفح سیمې د مځکنۍ حملې لپاره د صهیونیسټي رژيم زمینه جوړونې ته په اشارې سره ووئيل،په رفح سیمې باندې دحملې لپاره ګواښونه او دړکې د امریکا او بریتانیا په شنې اشارې سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488715 خپرونې تاریخ : 2024/02/14
ایکنا- د یمن د پوځ عمومي قوماندان پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل،دغه هیواد له امریکا او انګلستان سره د اوږدمهالې ډغرې لپاره بشپړ تیار دی او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.
د خبر لمبر: 3488651 خپرونې تاریخ : 2024/01/31
ایکنا- په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي وویل، ګاونډي او د سیمې هېوادونه له نیواک وروسته په افغانستان کې لومړی رول لري.
د خبر لمبر: 3488648 خپرونې تاریخ : 2024/01/30
ایکنا - په لوېدیځې آسیا ، مرکزي آسیا او د افریقا په ختیځ کې دیره د امریکا د ترهګرو ځواکونو قومندانۍ یعني سینټکام پرون په یوې بیانیې کې ویلي وو چې د یمن پوځ په یوه بالسټیک توغندي سره د مارشل جزایرو تر بیرغ لاندې امریکا ته په یوې اړونده باروړونکي کښتۍ « جیبرالټر ایګل» باندې حمله کړې ده.
د خبر لمبر: 3488579 خپرونې تاریخ : 2024/01/16
ایکنا – واشنګټن، نیویارک ،پاکستان، هندوستان، او دیمن په مختلفو ښارونو کې په یمن باندې د امریکا او انګلستان د حملو په محکومیّت کې سترې او ډيرې مظاهرې شوي دي.
د خبر لمبر: 3488560 خپرونې تاریخ : 2024/01/13