ایکنا – استاد شهید مطهري پخپلو ویناؤ او تالیفاتو کې ټينګار کړی دی چې د فلسطین د ټاټوبی پر تملک مشتمله د یهودیانو ادعا جعلی او دروغ ده او ځواب ورکوي ،هغه مهال چې دمسلمانانو لښکر دغه ټاټوبی فتح کړ،یهودیان نه بلکې فلسطینیان او مسیحیان په دغې سیمې کې موجود وو،په پخوانیو ټولو نقشو کې هم د فلسطین نامه لیکل شوې ده ،یعنی دغه سیمه له یهودیانو سره هیڅ اړه نه لري.
د خبر لمبر: 3489147 خپرونې تاریخ : 2024/05/02
ایکنا- د ولایت او امامت د لومړي مشال او درسول الله بزرګوار(ص)د جانشین حضرت امام علی علیله السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اهل بیت علیهم السلام د مینه والو په څیر په نجف اشرف کې په علوي سپيڅلي حرم کې په میلیونونو زیارتوالو ویر او ماتم وکړ.
د خبر لمبر: 3488976 خپرونې تاریخ : 2024/04/01
ایکنا- د روژې دمبارکې میاشتې نولسمې او د حضرت امام علی علیه السلام د ضربت په شپه دعراق په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام په سپيڅلي حرم کې په پرتم سره ولمانځل شوه.
د خبر لمبر: 3488964 خپرونې تاریخ : 2024/03/30
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په اسلام او د خلکو په جمهوریت باندې اعتماد د ایران د تل پاتیکیدا او د پرمختګ عامل وباله.
د خبر لمبر: 3488778 خپرونې تاریخ : 2024/02/24
ایکنا- د اسرائيلو رسندویو له قدس سره نزدې د دوو صهیونیسټانو دهلاکت او څلوروکسانو د ټپی کیدا خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3488769 خپرونې تاریخ : 2024/02/22
ایکنانیوز - حضرت فاطمة الزهرا (س) له اتلس کلن ژوند وروسته، د وخت د واکمنانو د ډېرو ظلمونو او د خپل پلار حضرت محمد (ص) د وفات د درد او غم له امله، د یوه روایت له مخې، د جمادي الاول په دیارلسمه نېټه او یا هم د ۱۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني په درېیمه نېټه، په شهادت رسېدلې ده.
د خبر لمبر: 3488431 خپرونې تاریخ : 2023/12/17
ایکنانیوز- د حضرت فاطمةالزهراسلام الله علیها د شهادت په مناسبت د عزادارئ او ویر دستورې په روانې اونۍ کې په درست ایران کې دوام لري او تر فاطمي ورځو یا آیام فاطمیّه تر وروستیو پورې به هم دوام ومومي .
د خبر لمبر: 3488419 خپرونې تاریخ : 2023/12/13
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان ولسمشر د ایران او عربستان د رسمي اړیکو په پیلیدا د خوښئ په ښودلو سره ووئيل، چې د اړیکو دغه عادي کیدا په سمیې کې یو لوي پرمختګ دی چې په سیمې کې د تجارت پر لوړتیا سربیره ، په سیمې کې امنیت ،سوله او پراختیا هم ډالۍ کوي.
د خبر لمبر: 3488320 خپرونې تاریخ : 2023/11/24
ایکنا-(غزه) دفلسطین په غزې کې مسجدالعمری چې ۱۴پيړۍ مخینه لرونکی دنړۍ یو ترټولو پخوانی جوماتدی، اوا تل د مسلمانانو د اجتماع یو لوي مرکز پاتې شوی ،د وحشی صهیونیسټي رژیم په بې رحمه او بې آمانه بمباریو کې په کنډوالې بدل شو.
د خبر لمبر: 3488151 خپرونې تاریخ : 2023/10/22
ایکنا-(تهران) د وحشي صهیونیسټي رژيم د روغتیائي چارو وزارت پرون ناوخته اعلان وکړ،د شنبې ورځې د مازدیګر تر شپږنیمو بجو پورې په مختلفو روغتونونو کې د نوو ټپیانو شمیر ۳۵۸ تنو ته رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488109 خپرونې تاریخ : 2023/10/15
ایکنا-(غزه) د فلسطین د مقاومتي غورځنګ حماس د مبارزانو دد طوفات الاقصی نومې چټکو عملیاتو په دوام ې د مقاومتي چورلیز مبارزان د اسرائیلیانو پوځي مرکز ایزر ته په نفوذ کولو او د صهیونیستي نیواکګرو د یوشمیر عسکرو په نیولو کې بریالی شوي د
د خبر لمبر: 3488075 خپرونې تاریخ : 2023/10/09
ایکنا-(مشهد) د حضرت محمد مصطفی(ص) د تلین دغه راز د حضرت امام حسن مجبتی او حضرت امام رضا علیهم السلام د شهادت د کلیزې په شپو ورځو کې په درست ایران کې په تیره بیا په مشهد مقدس او قم المقدس کې په دې مناست د ویر سترې دستورې جوړې شوې او دغه راز د مشهد د سپيڅلي ښار په لور دایران له ګوټ ګوټه په لکونو خلکو پلی لاریونونه وکړل او تر مازدیګر پورې به دغه لاریونونه دوا ومومي.
د خبر لمبر: 3487959 خپرونې تاریخ : 2023/09/16
ایکنا-(تهران) د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په مناسبت د هغه بزرګوار په نامې سره خاص صلوات یا صلوات خاصه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
د خبر لمبر: 3487603 خپرونې تاریخ : 2023/07/10
د حضرت امام محمد باقر علیه السلام د مخصوص صلوات د ځانګړنې په یوې برخې کې راغلی دي ؛خدایه !درود واستوې،د تا له بندګانو په غوره ،تقوادار رهبر او دهدایت پر مخکښ او د پوهې او علم پر څيرونکي؛.
د خبر لمبر: 3487539 خپرونې تاریخ : 2023/06/27
نن د ۱۴۴۴ هجری قمری کال د ذی الحجه ۷ چی د ۲۰۲۳ میلادی کال د جون له ۲۶ نیټې سره برابر ده،د نړۍ د شیعیانو د پینځم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د شهادت د کلیزې غمجنه ورځ ده .
د خبر لمبر: 3487532 خپرونې تاریخ : 2023/06/26
د ایکنا خبری آژانس ټول کارکونکي د حضرت امام جواد علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .
د خبر لمبر: 3487494 خپرونې تاریخ : 2023/06/19
ایکنا-(تهران) د فلسطین له طولکرم ښار سره نزدې په حرمیش صهونیسټ میشته ښارګوټي کې د فلسطینیانو په مقاومتي عملیاتو کې یو صهیونیسټي اوسیدونکی هلاک شوی دی.
د خبر لمبر: 3487421 خپرونې تاریخ : 2023/05/31
ایکنا-(تهران) د ایکناخبری آژآنس درست کارکونکي ټولو مینه و الو ته د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت وايي.
د خبر لمبر: 3487342 خپرونې تاریخ : 2023/05/16
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ،سید حسن نصر الله دبیروت په المهدی مدرسې کې د حزب الله د یوه نامتو قوماندان سید مصطفی بدرالدین د شهادت داومې کلیزې په مناسبت مهمه وینا وکړه.
د خبر لمبر: 3487326 خپرونې تاریخ : 2023/05/13
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مرستیال قومندان په فارس خلیج کې دیره امریکایانو ته سخت خبرداری ورکړ چي که امریکایانو ایراني کشتیو ته په بد نظر هم وګوري، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د خبر لمبر: 3487305 خپرونې تاریخ : 2023/05/08