چې د کورنۍ د جوړولو د اصلي اډانۍ او د دوو(۲) اصلي چورلیزونو په توګه د مور او د پلار رول او د کورنۍ اهمیت له الهي او قراني لیدتوګي مطرح شوی دی .
لومړنۍ ډول کورنۍ چې تر ټولو لوړه کورنۍ ګڼل کیږي دا ډول بیلګه د امیر المومنین حضرت علي علیه السلام او د حضرت زهرا سلام الله علیها په سپیڅلي وجود کښې ښکاره شوي ده .
دغه دوه(۲) بزرګواران په خیراتو کښې هم فکره او غږمله او د ښه والي ، نیکۍ او د پاکیزګۍ په لوړ حد کښې دي .
د دغه بیلګې واده نتیجه د بشر د تاریخ د ټولو ښو بچیانو حضرت امام حسن علیه السلام او د امام حسین علیه السلام زیږیدل دي .
د کورنۍ بل ډول چې قران هغه د عبرت په توګه معرفي کړي ده ، د لومړۍ بیلګې مقابل ټکی دی او د دغه کورنۍ ښځه او خاوند هر دواړه د خباثت په اوج او په باطله لاره کښې له یوبل سره هم فکره او غږمله دي .
دغه دوه (۲)کسان ابو لهب او د هغه ښځه ده چې قران کریم دغه دوه کسان د ظالمو کسانو په توګه معرفي کړي دي او قران کریم یوه سوره ورته بیله کړي ده او دوې تر ابده پورې د متعال خدای په نفرین او خیرو باندې ککړ شوي دي .
دریمه(۳) کورنۍ له ښه سړي او بدې ښځې سره اړونده ده .
په دې هکله قران کریم د لوط ښځه او د نوح ښځه معرفي کړي ده .
د لوط او د نوح ښځو اخلاقي فساد نه درلود بلکې د فساد عقیده یې لرله او د پیغمبر له عقیدې سره مخالفې وې .
څلورمه(۴) کورنۍ د هغو کسانو په هکله ده چې سړی یې بد او ښځه یې ښه ده او فرعون او د هغه میرمنه دغه بیلګه دي .
دغه ښځه په داسې کور کښې چې فرعون یو ظالم او جنایتکار و وتوانیدله خپل ایمان حفظ او وساتي .
که چیرې قران کریم دغه څلور(۴) ډوله کورنۍ د بیلګې او د عبرت په توګه معرفي کوي له الهي او قراني نظره د کورنۍ د جوړولو د اصلي اډانۍ او د دوو اصلي چورلیزونو په توګه د مور او دپلار رول او کورنۍ د موضوع د اهمیت ښودنه کوي .
د دغو بیلګو په څنګ کښې هغه سپارښتنه چې بیا بیا په قران کریم کښې شوي ده د مور او د پلار د مقام او د رول په هکله ده .
قران کریم د لمانځه له ادا کولو وروسته خپلو مومنو بندګانو ته له خپلو پلارانو او میندو سره د احسان او د نیکۍ سپارښتنه کوي .
(دا د ایران د ختیځ یوه ښار کاشمیر د جمعې لمانځه د امام سید کاظم طباطبايي له وینا څخه راخیستل شوي یوه برخه ده . https://khorasan.iqna.ir/fa/news/3698283